د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لړم ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۱۸

اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره‌باغ نوې نښتې پیل کړي


د سپټمبر له ۲۷مې راهیسې په جګړه کې د وژل شویو نظاميانو شمېر ۵۲۵ ته لوړ شو.

د ارمنستان او اذربایجان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره‌باغ سیمې پر سر نوې نښتې پیل شوې دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ (د اکټوبر په ۱۲مه نېټه) پر ارمنستان تور پورې کړ چې د مسکو په منځګړیتوب د اوربند له موافقې سرغړونه کوي او ویلي يې دي چې هغوی په تکراري توګه د اذربایجان پر پوځي مرکزونو حملې کړې دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت په وینا اذربایجان پر جنوبي جبهه راکټي حملې کړي.

په همدې حال کې په نګورنو قره‌باغ سیمه کې ارمني نژاده چارواکو د اکټوبر په ۱۲مه وویل چې ۴۵ نور سرتېري يې له اذربایجان سره په جګړه کې ووژل شول او له دې سره د سپټمبر له ۲۷مې راهیسې په جګړه کې د وژل شویو نظاميانو شمېر ۵۲۵ ته لوړ شو.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه

د بشري اوربند موافقه چې د اکټوبر په ۱۰مه نېټه رامنځته شوه، پر دواړو خواوو غږ کوي چې په نګورنو قره‌باغ او دې سیمې شااوخوا کې د وژل شویو مړي خپل لوري ته وسپاري.

له ۱۹۹۴م کال راهیسې دا تر ټولو لویه نښته بلل کېږي. د همدې مسئلې پر سر له هغه راهیسې سلګونه سرتېري او ملکیان وژل شوي دي.

د اکټوبر په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ اذربایجان وویل چې د ارمني نژاده ځواکونو پر ضد یې هوايي حملې کړي چې په نتيجه کې يې مقابل لوري ته سخت تلفات اړولي.

د اذربایجاني چارواکو په وینا دوی په ګانکا ښار کې پر ملکي استوګنځایونو ارمنستان د راکټي حملې په غبرګون کې هوايي حملې کړي.

ارمني لوري د اذربایجان دواړې ادعاوې رد کړې دي.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر د اکټوبر په ۱۲مه به مسکو کې وو چې د مېنسک ډلې ګډه مشري وکړي چېرته چې فرانسه، روسیه او امریکا په اوسني وضعیت کې د منځګړیتوب هڅې کوي.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر

د اوربند د موافقې له مخې چې په مسکو کې وشوه، بېرته پیل شوې د سولې خبرې به د مېنسک ډلې په منځګړیتوب پر مخ ځي. مېنسک ډله د اروپا د امنیت او همکارۍ په مرسته په ۱۹۹۰مه لسیزه کې رامنځته شوه چې د دې جګړې منځکړیتوب وکړي.

پر نړیواله کچه نګورنو قره‌باغ سیمه د اذربایجان د برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوې، خو له ۱۹۹۴م کال وروسته له اوربند راهیسې د یریوان په ملاتړ د ارمني نژاد ځواکونو تر کنټرول لاندي ده. په دې سیمه کې اوربند د جلا غوښتونکو جګړه پای ته ورسوله چې د شوروي اتحاد له سقوط وروسته پیل شوې وه.

XS
SM
MD
LG