د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

'ولسي جرګه کې د فاریاب استازې رنګینه کارګر ۱۴ میاشتنی غیابت'


رنګینه کارګر
رنګینه کارګر

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازې رنګینه کارګر۱۴میاشتې کېږي امریکا ته تللې، خو بېرته نه ده را ستنه شوې.

د ولسي جرګې اداري پلاوي او دارالانشا کې دوو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، د فاریاب استازې رنګینه کارګر۱۴ میاشتې وړاندې د ۱۳۹۸ کال په زمري میاشت کې د دغې جرګې په سیاسي پاسپورټ د ماشوم د زېږون لپاره امریکا ته تللې، خو تر اوسه بېرته ولسي جرګې ته نه‌ده راستنه شوې.

سرچینه زیاتوي، رنګینه کارګر نه‌یوازې دا چې په دومره موده کې یې حاضري نه‌ده قید شوې، بلکې هره میاشت‌یې د خپلو ساتونکو او موټر چلوونکي له معاشاتو سره ۲۹۰ زره افغانۍ امتیاز هم ترلاسه کړی دی.

سرچینه وايي، مېرمن کارګر له امریکا کاناډا ته تللې او هلته‌یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې.

سرچینې زیاته کړه: "رنګینه کارګر د زېږون لپاره امریکا ته ولاړه، ۱۴ میاشتې کېږي چې ولسي جرګې ته نه‌ده راغلې، خو نه غیر حاضره شوې او نه‌یې هم امتیاز قطع شوی دی."

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د قوانینو له مخې، یوه مېرمن د زېږون وروسته، درې میاشتې د رخصتۍ حق لري. همدا ډول ولسي جرګه د کرونا وبا له کبله دوه نیمې میاشتې رخصت وه او تر خوا یې د خلکو استازي په دوبي او ژمي کې درې میاشتې د رخصت حق لري، خو اغلې کارګر له دې رخصتیو وروسته هم ولسي جرګې ته نه‌ده تللې.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه خپله له رنګینې کارګر سره خبرې وکړو، د هغې د شمېرې، مېشت‌ځای او نورو په اړه مو د هغې له خاوند فهیم کارګر سره اړیکه ونیوله، هغه دا خبره نه‌مني چې ګنې مېرمن‌یې په کاناډا کې د پناه غوښتنه کړې، خو له ژمنو سره، سره‌یې ازادي راډیو ته د خپلې مېرمنې د اوسېدو ادرس او ورسره د اړیکې شمېره ورنه‌کړه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې منشي اسدالله شهبار هم مني چې رنګینه کارګر ډېر وخت کېږي تالار ته نه‌ده راغلې، خو د غیر حاضرۍ د کره نېټې په اړه‌یې څه نه‌وايي.

اسدالله شهبار
اسدالله شهبار

هغې وویل: "بلې هو! ډېر وخت کېږي چې نه‌ده راغلې، ولې مشخص نه‌شم ویلی چې څومره وخت کېږي. موږ ته‌یې چې کومه پرزه رالېږلې، په‌کې لیکل شوي چې ګویا هلته ناروغه ده او تر درملنې لاندې ده."

د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې، که چېرې کوم استازی د جرګې په ۴۴ غونډو کې ګډون ونه‌کړي، د ۴ نیمو میاشتو لپاره‌یې غړیتوب ځنډول کېږي او همدا ډول هېڅ امتیاز نه‌ورکول کېږي.

خو د هغو سندونو له مخې چې ازادي راډیو ترلاسه کړي ښيي چې د رنګینه کارګر میاشتنی معاش په بېلابېلو لاسلیکونو اخیستل شوی دی.

په دې سندونو کې د رنګینې کارګر میاشتنی معاش دوه لکه درې زره افغانۍ ښودل شوی دی، خو سرچینه دا هم وايي چې له دې پیسو پرته، مېرمن کارګر د خپلو ساتونکو او موټر چلوونکي معاشونه هم اخیستي.

د معاشونو د اخیستو لېست
د معاشونو د اخیستو لېست

د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې، د جرګې منشي د وکیلانو د حاضرۍ ترتیب او ترې د څارنې مسؤلیت لري او که چېرې استازی په پرله‌پسې ډول غیر حاضر شي، په اړه‌یې دارالانشا ته خبر ورکول کېږي.

  • خو ولې رنګینه کارګر نه‌ده غیر حاضره شوې، نه‌یې غړیتوب ځنډول شوی او نه‌یې هم امتیاز قطع شوی دی؟

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز وايي، د مېرمن کارګر خاوند فهیم کارګر چې د ولسي جرګې د ریاست دفتر کې کار کوي ترې غوښتنه کړې چې مېرمن‌یې ناروغه ده او باید همکاري ورسره وشي.

هغه وویل: "موږ څو ځله وغوښتل چې مېرمن کارګر باید راشي، خو دوی دوه دلایل لرل. لومړی دا چې هغه ناروغه ده او بل دا چې له کاناډا څخه پروازونه بند دي، هلته قرنطین دی او د قرنطین له کبله هغه نه‌شي راتلی. دا غوښتنه‌یې خاوند وکړه."

خو د رنګینه کارګر خاوند فهیم کارګر بیا دا نه‌مني چې ګنې مېرمن‌یې غیر حاضره او له هېواد دباندې ده.

ښاغلي کارګر ازادي راډیو ته وویل: "دا اطلاعات سم نه‌دي، هغه اوس‌مهال ناروغه ده."

فهیم کارګر
فهیم کارګر

ښاغلي کارګر که څه هم ژمنه وکړه چې ازادي راډیو ته په افغانستان کې د خپلې مېرمنې د اوسېدو، ناروغۍ، اړیکې شمېره او نور اسناد سپاري، خو زموږ له ډېرو اړیکو نیولو سره، سره‌یې دا کار ونه‌کړ.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د اقتصاد کمېسیون درې غړو چې رنګینه کارګر هم د دې کمېسیون غړې ده، ازادي را‌ډیو ته وویل، ډېره موده کېږي چې مېرمن کارګر د کمېسیون غونډو کې ګډون نه‌دی کړی.

په ولسي جرګه کې د وکیلانو غیرحاضري نوې خبره نه‌ده، خو له افغانستان د باندې د دومره نېټې لپاره د یوې استازې پاتې کېدل او تر خوا یې د امتیاز تر لاسه کول، هغه څه دي چې حقوق پوهان‌یې د قانون ماتول ګڼي.

XS
SM
MD
LG