د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

ټرمپ: په بشپړه توګه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ښه او خوندي یم


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي په بشپړه توګه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ښه شوی او خوندي دی.

ټرمپ پرون شپه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې دا خبره وکړه.

هغه زیاته کړه: "خوندي یم او کولای شم دباندې ووځم، ځکه دا هېواد باید مدیریت شي. د یوې لنډې، اوږدې یا هم ښايي ټول عمر لپاره خوندي واوسم. ولسمشر مو په ښه وضعه کې دی او مخ په وړاندې خپلې مبارزې کوي."

ټرمپ د اکټوبر په دوهمه په والټر ریډ روغتون کې بستري شو او له دوو ورځو وروسته بېرته رخصت شو. یو شمېر روغتیاپالانو او د ټرمپ مخالفانو په هغه تندې نیوکې وکړې چې د کرونا لپاره وضع شوي مقررات‌یې مات کړي او له روغتون وتلی.

ټرمپ د کرونا په وړاندې د خپلې ادارې کار بریالی بولي.

امریکا اوس وخت په نړۍ کې تر ټولو زیات په کرونا اخته خلک لري چې شمېر یې له اووه میلیون او ۷۵۰ زرو خلکو اوښتی او له ډلې یې ۲۱۵ زره کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG