د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

هند کې د کرونا ویروس پېښې له اوو میلیونو واوښتې


هند کې روغتیايي کارکوونکي د خلکو د معاینې پر مهال
هند کې روغتیايي کارکوونکي د خلکو د معاینې پر مهال

په هند کې د کرونا ویروس پېښې نن (یکشنبه) تر اوو میلیونو واوښتې.

د هند د روغتیا وزارت پر اساس، نن په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۷۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په دې هېواد کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۷ میلیونه او ۵ زرو ته ورسېد.

له دې سره هند له امریکا وروسته په نړۍ کې د کرونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري.

په امریکا کې د کرونا ۷ میلیونه او ۶۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

خو د هند په اړه ویل کېږي چې ښايي په کرونا ویروس د اخته کسانو حقیقي شمېر تر دې ډېر وي.

XS
SM
MD
LG