د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

په چک جمهوریت کې یوه ورځ د کرونا ویروس ۸۶۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوي


چک جمهوریت
چک جمهوریت

په چک جمهوریت کې د اکتوبر پر نهمه نېټه په یوه ورځ د کرونا ویروس ۸۶۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوي.

دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې په دې هېواد کې دا شمېرې د ریکارډ تر کچې رسېږي.

په دې سره په چک جمهوریت کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې څه باندې یو لک او ۹۳۰۰ ته ورسېدې.

له دې کسانو ۹۰۵ تنه له همدې کویډ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

د چک حکومت د دېرشو ورځو لپاره بېړنی حالت بیا نافذ کړی چې له مخې یې سرپټي د لامبو حوضونو، جیمونو او فټنس مرکزونو ته د تړلو امر وشو.

د اکتوبر له ۱۲ مې به سرپټي سپورټي مرکزونه او کلتوري سیمې لکه تیاترونه او سینماګانې وتړل شي.

رستورانتونه به هم د شپې تر اتو بجو د مشتریانو لپاره پرانیستې وي.

په ټولو سرپوښو ځایونو د ماسک اغوستل اجباري دي.

په نورو اروپایي هېوادونو لکه ایټالیا، هالنډ، ډنمارک، بلجیم، قبرس او رومانیا کې هم حکومتونو د کرونا ویروس د لاخورېدو د مخنیوي لپاره محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG