د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

نن سنرایرزس حیدراباد او کنګز اېلېون پنجاب لوبډلې لوبه کوي


سنرایرزس حیدراباد لوبډله
سنرایرزس حیدراباد لوبډله

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) سیالیو په لړ کې نن سنرایرزس حیدراباد او کنګز اېلېون پنجاب لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړې شي.

دا لوبه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې په سیمه‌ییز وخت ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقیقي پیلېږي.

په دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي لوبېږي.

محمد نبي او راشد خان د حيدر اباد او مجیب ځدراڼ د پنجاب لوبډلې لپاره لوبه کوي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا کلکته نایټ رایډرز لوبډلې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې کلکتې لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه، خو چنای لوبډله ونه‌توانېده چې یاد هدف پوره کړي.

د چنای لوبغاړو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې او دا سیالۍ يې د ۱۰ منډو په توپیر وبایلله.

XS
SM
MD
LG