د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

کابل کې د والیبال جام سیالۍ پیل شوې


ارشیف، والیبال سیالۍ
ارشیف، والیبال سیالۍ

په کابل کې نن د والیبال جام سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د نشراتو مسؤل عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې د کابل اته لوبډلې برخه لري.

دی وايي دا سیالۍ پنځه ورځې دوام کوي چې په پایله کې به‌يې د کابل د ولایتي لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي په نښه شي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې غلام حیدر او سروري او په دوهمه لوبه کې د نور الرحمن تره‌خېل او عقاب بابه لوبډلې له یو بل سره مخ کېږي.

والیبال په افغانستان کې اوږده مخینه لري، خو لوبغاړي يې شکایت کوي چې په وروستیو کې دې ورزش ته د حکومت پاملرنه کمه شوې ده، خو د والیبال فدراسیون ویلي چې د مالي امکاناتو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG