د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

نورستان کې د روغتیايي کار کوونکو کاري بندیز ۳مې ورځې ته وغځېد


نورستان کې ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو کاري اعتصاب کړی
نورستان کې ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

ډاکتران وايي کاربندیز يې د معاشونو د نه‌ورکړې، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او بستر ناروغانو ته د اعاشې د نشتوالي له امله کړی دی.

د دواب ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مشر ډاکتر محمد فاروق د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نن درېیمه ورځ ده چې کار بندیز دوام لري. تر هغه وخته به کاري اعتصاب دوام ولري چې روغتیايي مرکزونو ته درمل او د ناروغانو لپاره اعاشه ورسېږي او طبي پرسونل ته معاشونه ورکړل شي."

د روغتیايي مرکزونو بندېدو سره ولسونه ګڼو ستونزو سره مخ شوي. د دوی په خبره چې په ساعتونو په پښو مزلونه وکړي، خو کلینیکونو ته چې ورشي ورونه‌يې بند وي.

د دواب ولسوالۍ د جونیا کلي اوسېدونکی عبدالمتین وايي: "څلور ساعته مزل مې کړی، اوس دلته همداسې ناست یو،کلینیک بند دی. شخصي درملتونونه هم بند دي. اوس موږ څه وکړو، په لسګونه ناروغان اوس هم د کلینیک مخې ته ولاړ دي."

نورستانیان وايي هر یو کس د دې وس نه‌لري چې ناروغ لغمان او ننګرهار ته انتقال کړي.

په نورستان کې د ډاکترانو د اعتصاب له امله د روغتونونو دروازې بندې دي.
په نورستان کې د ډاکترانو د اعتصاب له امله د روغتونونو دروازې بندې دي.

د دواب ولسوالۍ د روغتیايي شورا غړی حاجي محمد صدیق وایي: "له دې ځایه بره لاره هم مشکله ده څوک خپل ناروغان په کټ کې په اوږو راوړي او څوک‌يې په اسونو راوړي. د موټرو امکانات نه‌شته. خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي، لغمان ته تګ خو پرېږده، دلته په جنغوزو او غوزانو باندې درمل اخلي، خلک پیسې نه‌لري. لغمان کې څوک ورسره پور هم نه‌کوي."

چارواکي هم مني چې په ولایت کې يې ډاکترانو او صحي کار کوونکو کار بندیز کړی او دوی يې ستونزې مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي.

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د ډاکتر صاحبانو اعتصاب خو دوه ورځې وړاندې پیل شوی دی. والي صاحب د ولسمشر د نږدې مشاورینو سره خبره شریکه کړې ده. همداراز مو پرون د امنیت شورا ته د نورستان په روغتیايي کلینیکونو کې شته ستونزې په لیکلې بڼه لېږلې دي. څو د روغتیا په وزارت او اهېډ همکارې مؤسسې باندې فشار راوړل شي چې د غه ستونزې حل کړي."

په نورستان کې اوس‌مهال ۴۲ روغتیايي مرکزونه موجود دي او دا درېیمه ورځ ده چې ټول بند دي.

خو لاهم ډاکترانو ته معاشونه او نور امتیازات نه‌دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG