ولسمشر محمد اشرف غني، ځینو نورو سیاستوالو او د سپورټ مشهورو څېرو د کرکټ د ځوان لوبغاړي نجیب ترهکي پر مړینه خواشیني وښوده.
نجیب ترهکی چې تېره جمعه په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی و، ننیې په ننګرهار کې ساه ورکړه او خاورو ته وسپارل شو.
د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي شهزاد محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "ترهکی صاحب په حق ورسېد. ما او هغه په ډېرو ځایونو کې یوځای د لوبو اوپننګ کړی دی، که هغه په کوریا یا بنګلهدېش کې و. دا د ټول افغانستان د کرکټ لپاره یو د غم خبر دی."
نجیب ترهکي چې ډېری وختیې په ۲۰ اوره سیالیو کې برخه اخیسته په ۲۰۱۴ کال نړیوال کرکټ ته راغی، لومړۍ لوبهیې د بنګلهدېش پر وړاندې وه او وروستۍ لوبهیې هم په ۲۰۱۹ کې د بنګلهدېش خلاف وکړه.