د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، په دایکنډي کې د فوټبال پیل شوې غوره لیګ سیالۍ د امنیه قوماندانۍ د فوټبال د لوبډلې په بري سره پای ته ورسېدې.
د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې یادې سیالۍ چې ۱۰ لوبډلو پهکې برخه اخیستې وه د تېرې لمریزې میاشتې په ۲۴مه پیل شوې او نن پای ته ورسېدې.
ناصر خسرو لوبډلې د دې سیالیو دوهم او طوفان مرکز لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د دې سیالیو د غوره لوبغاړو جایزې رحمان قرباني، حسنیار حکمتیارزاده او سردار خاوري چې اووه اووه ګولونهيې وهلي وو، ورکړل شوې.