د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ غویی ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۱۶

ډونالډ ټرمپ له روغتونه رخصت شو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوی و، له روغتونه رخصت شو.

ټرمپ پلازمېنې واشنګټن ته نږدې د پوځ له یوه روغتون څخه د وتو پر مهال امریکایانو ته وویل چې له کرونا ویرس څخه دې نه ډارېږي.

ښاغلي ټرمپ له خلکو وغوښتل چې کرونا ویروس ته دې اجازه نه ورکوي چې له خلکو ژوند واخلي او ویې ویل چې متحدایالات به د تر ټولو ښه درملو او واکسین په مرسته کرونا ته ماتې ورکړي.

هغه زیاته کړه چې په کویډ۱۹ له اخته کېدو وروسته د دې ناروغۍ په اړه په ډېرو خبرو پوه شو.

د ټرمپ یوه سپارښتنه دا وه چې خلک باید له کرونا ویروسه ونه وېرېږي او باید اجازه ور نه کړي چې پرې زورور شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د جمعې په ورځ روغتون ته له تلو مخکې یې یو څه د ناروغۍ احساس درلود خو په روغتون کې د یوې ورځې له تېرولو وروسته اوس ځان داسې روغ احساسوي چې کولای شي سپینې ماڼۍ ته خپل کار ته ستون شي.

XS
SM
MD
LG