سپينې ماڼۍ خوشبیني څرګنده کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن له روغتونه رخصت شي.
ښاغلی ټرمپ په کرونا ویروس اخته شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندي دی.
د سپینې ماڼۍ د دفتر رییس مارک میډوز فاکس نیوز ټلویزیوني شبکې ته وویل چې تر اوسه له روغتونه د ترمپ د رخصتېدو په اړه پرېکړه نه ده شوې خو ډاکتران به نن په دې اړه پرېکړه وکړي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اټتوبر په پنځمه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه د نومبر د ولسمشريزو ټاکنو په اړه ولیکل.
د ټرمپ ناروغۍ د ده کمپاین له بحران سره مخامخ کړی دی.
په همدې حال کې د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتو ریسې کېلي مکیناني د دوشنبې په ورځ ټويټ وکړ چې په کرونا ویروس اخته شوې ده.
د رسنیو د راپورونو پر اساس د سپينې ماڼۍ یو شمېر کارکوونکي په دې ویروس اخته شوي دي.
ټرمپ د جمعې په ورځ د اکټوبر په دوهمه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې دی او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ دواړه په کویډ۱۹ اخته شوي دي.