د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

ډونالډ ټرمپ د لنډې شېبې لپاره له پوځي روغتونه وتلی و


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه زغروال موټره یې د خپلو پلویانو مننه وکړه. 
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه زغروال موټره یې د خپلو پلویانو مننه وکړه. 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د لنډې شېبې لپاره له پوځي روغتونه ووت او له یوه زغروال موټره یې د خپلو پلویانو مننه وکړه.

په دغه روغتون کې د ولسمشر ټرمپ چې په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوی، درملنه روانه ده.

ښاغلي ټرمپ پرون وویل: "زه په ښه کېدو یم، زه غواړم د هر یوه مننه وکړم، لومړۍ مېرمن (میلانیا ټرمپ) هم په ښه کېدو ده."

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې په یوه ویډيويي کلیپ کې وویل، وروسته له هغې چې ناروغ شو، د کویډ۱۹ ناروغۍ یا کرونا ویروس په اړه په ډېرو شیانو پوه شو.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر اوو میلیونو اوښتی او په دې ویروس تر دوو لکو زیات کسان په دغه هېواد کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG