د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

نن افغانستان کې له لومړي تر لسم پورې د ټولګیو حضوري درسونه پیلېږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې، له لومړي تر لسم پورې ټولګیو حضوري درسونه نن- د تلې په ۱۲مه نېټه پیلېږي.

په افغانستان کې د کرونا د وبا د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې ښوونځي د تېرکال د کب میاشتې په وروستیو کې وتړل شول.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت آزادۍ راډیو ته وویل چې د لوستونو د پیل لپاره هم تعلیمي او هم صحي تیارۍ نیول شوې دي.

مېرمن نزهت له زده کوونکو وغوښتل چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

هغې زیاته کړه: "زده کوونکي باید له کورنیو ماسکونو کار واخلي، په لاس ورکولو، غېږو او مچو له روغبړ ډډه وکړي او فردي حفظ الصحې ته پاملرنه وکړي."

د ښوونځیو د یوولسم او دولسم ټولګیو لوستونه مخکې د وږي په لومړۍ نېټه پیل شوي وو.

XS
SM
MD
LG