د سپین غر بازان لوبډله، د اباسین څپې لوبډلې په ماتولو سره د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته.
په دې لوبه کې چې پرون جمعه په کابل کې ترسره شوه، سپین غر بازانو اباسین څپې ته څلور د یو په وړاندې ماتې ورکړه او د دې لیګ د سیالیو په لړۍ کې یې خپله دوهمه پرله پسې بریا ثبت کړه.
سمیع نادرې د سپین غر لوبډلې لپاره ۲ ګولونه ووهل او د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.
د غوره لیګ د سیالیو راتلونکې لوبه به د دوشنبې په ورځ د میوند اتلانو او سیمرغ البرز د لوبډلو ترمنځ وي.