د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

ټرمپ د کوید۱۹ د خفیفو علایمو په لرلو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي


ښاغلي ټرمپ پرون- جمعه اعلان وکړ چې د ده او د ده د مېرمنې میلانیا د کرونا د ټسټ نتیجه مثبته وخته.
ښاغلي ټرمپ پرون- جمعه اعلان وکړ چې د ده او د ده د مېرمنې میلانیا د کرونا د ټسټ نتیجه مثبته وخته.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالډټرمپ د کوید۱۹ ناروغۍ د خفیفو علایمو له لرلو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي.

ښاغلي ټرمپ پرون- جمعه اعلان وکړ چې د ده او د ده د مېرمنې میلانیا د کرونا د ټسټ نتیجه مثبته وخته.

دا اعلان په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوازې یوه میاشت پاتې ده، د ټرمپ انتخاباتي کمپاین ګواښلی شي.

د سپینې ماڼۍ ډاکتر شان کونلي پرون د اکتوبر په دوهمه وویل، ۷۴ کلن ټرمپ کمزوری ښکاري خو د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې د یو ځل لپاره داسې تجربوي درمل ورکړل شوي دي چې د وجود مقاومت لوړوي.

ډاکټر کونلي زیاته کړه چې لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ ښه ده خو یوازې خفیف ټوخی او سرخوږی لري.

د نوموړي په وینا د ټرمپ د کورنۍ نور غړي ښه دي او د کرونا ټېسټونه یې منفي وتلي دي.

XS
SM
MD
LG