د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳،۸۲۵ کسان په کرونا اخته شوي


ایران کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
ایران کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د ایران د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۳،۸۲۵ نوې پېښې ثبت کړې دي.

د دې وزارت د شمېرو پر اساس، په یاده موده کې ۲۱۱ تنه په ایران کې د کرونا په ویروس مړه شوي دي.

په دې حساب په هرو ۲۳ ثانیو کې یو ایرانی په کرونا ویروس اخته شوی او په هرو ۷ دقیقو کې یو تن مړ شوی دی.

په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدا یو وار بیا زیاته شوې او اوس په دې هېواد کې په دې وبا د اخته کسانو تأیید شوی شمېر تر ۴ لکه ۶۰ زره اوړي.

همداراز په دې هېواد کې تر ۲۶ زره ډېر کسان په کرونا ویروس مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG