د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د احصائیې ملي اداره: فارسي او نورې ملي ژبې د بهرنیو ژبو له لېست حذف شوي


د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز
د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز

د احصائيې او معلوماتو ملي اداره وايي، په برېښنایي تذکرو کې د کورنیو او بهرنیو ژبو لیکل د مخابراتو وزارت له‌خوا په ۱۳۹۶ کال کې طرحه شوي وو.

د دغې ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، کومې ملي او کورنۍ ژبې چې له هېواده بهر هم ویونکي لري او د بهرنیو ژبو په نوملړ کې ځای شوې وې، خو د خلکو اعتراضونو ته په کتو، اوس فارسي او نورې ملي ژبې د بهرنیو ژبو له نوملړ نه ایستل شوې دي.

ښاغلی رسولي زیاتوي: "د دې لپاره چې د سوء تفاهم مخه ونیول شي او ځیني کسان له موضوع نه ناوړه ګټه پورته نه‌کړي، موږ هغه ټولې ژبې چې د ملي ژبو په نوملړ کې دي، د بهرنیو ژبو له نوملړ نه وایستلې."

ازادي راډیو ته رسېدلي مدارک ښيي چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو په فورم کې اردو، پنجابي، ملتاني، عربي، سندهي، مغلي، قزاقي او ځینې نورې ژبې د کورنیو ژبو په نوم لیکل شوې دي.

د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې دغه اقدام د افغانستان د خلکو له غبرګون سره مخ شوی دی.

ځینو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې دغه کار د فارسي او دري ژبو پر وړاندې څرګند او پلان شوی تعصب دی.

هارون معترف ازادي راډیو ته وویل، دغه کار به د افغانانو ترمنځ د بېلوالي لامل شي.

هارون معترف
هارون معترف

ښاغلی معترف زیاتوي: "څه چې د برېښنایي تذکرو د وېشلو ادارې د هویت ثبتولو په فورمونو کې لیکلي ملي خیانت او غیر اخلاقي چلند دی، پرته له شکه په دې کې د هغو کسانو لاس دی چې د افغانستان د خلکو بې‌اتفاقۍ پسې دي. کومو کسانو چې دغه خیانت، ناوړه عمل او غیر اخلاقي کار کړی، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي."

په ورته وخت کې یو شمر ژبپوهان وايي، فارسي او تاجکي ژبو ته بهرنۍ او اردو، سندهي، ملتاني او داسې نورو ته کورنۍ ژبې ویل، د ژبپوهنې له نظره منطق نه‌لري.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي حبیب‌الله رفېع ازادي راډیو ته وویل، فارسي ژبه لوی فرهنګي لرغونتوب لري او د افغانستان، ایران او تاجکستان د تمدن له حوزې پورې اړه لري.

ښاغلی رفېع زیاتوي: "که موږ د دغې ګډې فرهنګي پدیدې پر وړاندې چې په درېیو تمدني او فرهنګي حوزو کې شامله ده او د فارسي ژبې نوم په پردیو ژبو کې راولو، دا به یو ناسنجیده او غیر علمي خوځښت وی."

حبیب‌الله رفېع
حبیب‌الله رفېع

د ده په خبره لهجې په هره ژبه کې شته، خو هره لهجه بېله ژبه نه‌ده.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ جنجالي کېږي، بلکې د دغو تذکرو وېش مخکې له دې هم له یو لړ غبرګونونو سره مخ شوی و.

XS
SM
MD
LG