د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

عراق کې دېره امریکایي ځواکونو ته نږدې توغندي لګېدلي


ارشیف
ارشیف

د عراقي کردستان په اربیل کې هغه ځای ته نږدې توغندي لګېدلي دي چې هلته امریکایي ځواکونه دېره دي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې په پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی دی چې په وروستیو میاشتو کې د توغندیو بریدونه پرې زیات شوي او که‌یې د عراق حکومت غم ونه‌خوري سفارت به بند کړي.

بغداد کې د امریکا سفارت
بغداد کې د امریکا سفارت

یوې ایران پلوه مشکوکې وسله‌والې ډلې لږترلږه شپږ توغندي د اربیل هوایي ډګر په لور ویشتلي دي چې هلته نږدې امریکایي ځواکونه دېره دي.

د عراق د کردستان د ترورېزم ضد څانګې د چهارشنبې په ورځ تور پورې کړ چې دا توغندي د عراق الحشد الشعبي ډلې ویشتلي دي.

دا وسله‌وال د عراق د حکومت دي چې ایران پلوه ډلې یې ملاتړ کوي.

د کردستان د ترورېزم ضد څانګه وایي، الحشد الشعبي په نینوا ولایت کې د شېخ امیر د کلي له لوري شپږ توغندي د اربیل د هوایي ډګر په خوا ویشتلي دي.

د اسلامي دولت ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ډګروال وېن ماروټو پر ټویټر لیکلي دي، لومړني راپورونه دا دي چې دا توغندي په اربیل کې پر ائتلافي ځواکونو نه‌دي لګېدلي، د سر او مال زیان‌یې هم نه‌دی اړولی او موضوع تر څېړنې لاندې ده.

پر کومه سیمه چې دا توغندي لګېدلي دي هغه د کردستان د ډیموکراتیک ګوند مرکزي دفتر ته نږدې ده. دا یوه وسله‌واله ډله ده چې د ایران ضد ده او له کلونو راهیسې یې مرکز د عراق په کردستان کې جوړ کړی دی.

د عراق د کردستان ډیموکراتیک ګوند په ټویټر لیکلي دي چې یو توغندی د دوی مرکزي دفتر ته څېرمه لګېدلی دی او دا جوته نه‌ده چې هدف امریکایي ځواکونه وو که د دوی ګوند.

ایران تر دې مخکې د کردستان پر ډیموکراتیک ګوند بریدونه کړي، د دوی مشران‌یې د عراق په کردستان او اورپا کې وژلي دي.

ارشیف
ارشیف

د توغندویي برید په داسې وخت کې شوی دی چې د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړی دی چې په پلازمېنه بغداد کې به خپل سفارت بند کړي، که چېرته د عراق حکومت هغه ایران پلوه ملېشې ملامته نه‌کړي چې د بغداد پر زرغونې سیمې د توغندیو ډزې کوي.

په وروستیو میاشتو کې د پلازمېنې په زرغونې سیمه کې چې د امریکا سفارت دی او هلته امریکایي پوځیان هم دېره دي، د توغندیو په لسګونو بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG