د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

چک د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړ


چک جمهوریت کې د کرونا د مخنیوي لپاره خلکو ماسکونه تړلي
چک جمهوریت کې د کرونا د مخنیوي لپاره خلکو ماسکونه تړلي

چک جمهوریت سر له راتلونکې دوشنبې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو ځل بیا بېړنی حالت اعلان کړ.

د چک روغتیا وزیر رومان بریمولا د چهارشنبې په ورځ د حکومتي چارواکو تر فوق‌العاده غونډې وروسته وویل: "ګڼو لاملونو دې ته اړ کړم چې د بېړني حالت وړاندیز وکړم. اوسنی وضعیت ښه نه‌دی. چک جمهوریت په وروستیو کې یو له هغو هېوادونو نه دی چې ډېر کسان په‌کې په کرونا ویروس اخته شوي. موږ باید د بریتانیا، فرانسې یا اسرائیل په څېر یو لړ اقدامات د دې لپاره وکړ چې د زیاتېدو مخه ونیسو."

د بندیز د لومړیو دوو اوونیو په مخه به تر ۲۰ تنو ډېر په بهر کې او تر ۱۰ ډېر په داخل کې نه‌شي سره یوځای کېدلی، لوبو ته به نندارچیان نه‌کېني، منځني ښوونځي به بندېږي او په روغتونونو کې به د مرستې لپاره د طب له محصلینو مرسته غوښتل کېږي.

په چک جمهوریت کې په وروستۍ یوې میاشت کې تر ۴۰ زره ډېر کسان په کرونا اخته شوي چې د نفوس په تناسب په اروپا کې دوهم هېواد دی چې ډېر کسان په‌کې 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ نیولي دي.

چک جمهوریت د مارچ په میاشت کې لومړی ځل د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره اضطراري حالت اعلان کړی و چې دوه میاشتې یې دوام وکړ.

XS
SM
MD
LG