د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

تېر ۲۴ ساعته اوکراین کې له ۴۰۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي


تر اوسه په اوکرایین کې ۹۵۹۲۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي .
تر اوسه په اوکرایین کې ۹۵۹۲۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي .

په اوکراین کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا د روان کال د مې میاشتې راهیسې چې دا وبا په اوکراین کې خوره شوه، په دې هېواد کې په یوه ورځ د کویډ ۱۹ ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ده چې ثبت شوه.

د اوکراین د عامې روغتیا وزیر ماکسیم ستیپانوف نن په کیف کې خبریالانو ته وویل، په ۴۰۲۷ نویو ناروغانو کې ۲۷۶ تنه یې ماشومان او ۱۷۱ تنه روغتیایې کارکوونکي دي.

د ستیپانوف په خبره له دې شمېرې څخه ۷۳۳ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

تر اوسه په اوکرایین کې ۹۵۹۲۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې ۴۱۲۹ ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG