د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د ارمنستان او اذربایجان د شخړې دوهمه ورځ؛ په نګورنو قره‌باغ کې ۶۵ کسان وژل شوي


د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو ترمنځ نښته
د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو ترمنځ نښته

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له ارمنستان او اذربایجانه غوښتي چې په نګورنو قره باغ سیمه کې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي.

په جنوبي قفقاز کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ نښتې په خونړۍ جګړه بدلې شوې.

دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دې نښته کې د سیمه‌ییزو ځواکونو ترکیې او روسیې د ښکېلتیا خطر زیات شوی دی.

د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۲۸مه) د نیم پوځ د خوځښت خبر ورکړ.

پلازمېنې باکو وویل چې د جګړې له پیل راهیسې د یوې کورنۍ د پنځو غړو په ګډون شپږ اذري وګړي وژل شوي او ۱۹ ټپيان شوي دي.

د اذربایجان رئیس الهام علییف
د اذربایجان رئیس الهام علییف

پوځيان‌یې یوه ورځ مخکې د اذربایجان له ځواکونو سره په جګړه کې مړه شول.

نړیوالو په چټکۍ دې جګړې ته غبرګون وښود او د روسیې، امریکا او ملګرو ملتونو په ګډون اروپايي هېوادونو له دواړو لورو د اوربند او مذاکراتو د پيلولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش ویاند سيټفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ وویل: "عمومي منشي پر دواړو لورو غږ کړی چې په چټکۍ سره جګړه ودروي او ترینګلی وضعیت عادي کړي او معنی لرونکو مذاکراتو ته پرته له ځنډ او شرطه ستانه شي."

په ستیپاناکیرت او یریوان کې نظامي چارواکو وویل چې د دوی ۵۹ پرسونل وژل شوي او تر ۲۰۰ نور يې وروسته له هغه ټپيان شوي چې اذربایجان هوايي او راکټي حملې پیل کړې.

د ارمنستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شپې له‌خوا سختې جګړې دوام وکړ.

د اذربایجان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې ارمنستاني ځواکونه له نګورنو قره‌باغ سره په ګاونډ کې پر تارتار ښار باندې توغندي اوروي.

دواړو لورو د لومړۍ ورځې په جګړه کې له ټانکونو، توپخانې، هليکوپټرو او بې‌پيلوټه الوتکو استفاده کړې.

په نګورنو قره‌باغ سرحدي سیمه کې له کلونو راهیسې خال خال نښتې روانې وې. دا د اروپا تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي چې له کلونو راهیسې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ پر سرحدي سیمه دوام لري.

د روان کال په جولای میاشت کې څو ورځې نښتو دوام وکړ چې په‌کې د بې‌پيلوټه الوتکو او درنې توپخانې حملې شاملې وې.

په هغو نښتو کې دواړو لورو ته ۱۷ کسان ووژل شول چې ډېری یې سرتېري وو او یو کس ملکي وو.

اوسنی تاوتریخوالی تر عادي نښتو زیات شو او د ارمنستان او اذربایجان چارواکو دا نښتې جګړه وبلله او یو پر بل یې د دې جګړې د پیلولو تورنه پوري کړل.

د ارمنستان او اذربایجان جګړه کې بې‌ځایه شوې مېرمن
د ارمنستان او اذربایجان جګړه کې بې‌ځایه شوې مېرمن

د بشري حقونو اروپايي محکمې وویل چې د ارمنستان حکومت ورڅخه غوښتي چې اذربایجان ته چټک لارښود وکړي چې پر ملکیانو حملې ودروي او په ارمنستان او نګورنو قره‌باغ سیمه کې د ملکيانو د استوګنځایونو پر لور نظامي پرمختګ ودروي.

سیمه‌ییز قدرت ترکیې د خپل پخواني متحد اذربایجان د ملاتړ اعلان کړی دی.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له نړیوالو غوښتي چې په دې جګړه کې دې د ترکیې د لاسوهنې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG