د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده


په نګورنو قره‌باغ کې چارواکو نن وویل چې د اذربایجان له ځواکونو سره پرون په جګړو او نښتو کې ۳۲ کسان وژل شوي دي.
په نګورنو قره‌باغ کې چارواکو نن وویل چې د اذربایجان له ځواکونو سره پرون په جګړو او نښتو کې ۳۲ کسان وژل شوي دي.

اذربایجان او ارمنستان یوبل تورنوي چې د نګورنو قره‌باغ د لانجمنې سیمې پر سر جګړه کې یې له درنو وسلو څخه کاراخیستی.

د دواړو لورو له خوا په دغه جګړه کې چې پرون پیل شوې او نن هم روانه ده، په لسګونو کسان وژل شوي او سلګونو نورټپیان شوي دي.

وروسته تردې چې باکو د جګړې په لومړی ورځ د یوې کورنۍ د پنځو غړیو په ګډون د شپږو ملکي وګړو د وژل کیدو او نولسو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ، نن جګړې ته د پوځ د یو شمېر ځواکونو د سوق کولو امر وکړ.

د اذربایجان ولسمشرالهام علییف
د اذربایجان ولسمشرالهام علییف

په نګورنو قره‌باغ کې چې د اذربایجان د خاورې دننه پرته ده او ارمني ټبره بېلتون غوښتونکي پرې واکمن دي، چارواکو د پرونۍ جګړې په نتیجه کې د دوملکي وګړو او د خپلو ۳۲ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړی.

دغو چارواکو دغه راز ویلي چې له سلو ډیرکسان د اذربایجان له خوا په هوایي بریدونو او د توپونو د ډزو په نتیجه کې ټپیان شوي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ټوله شپه سختې نښتې روانې وې.

د اذربایجان دفاع وزارت بیا نن په یوه بیان کې وویل چې د ارمنستان ځواکونو پر ترتیر ښار چې د نګورنو قره‌باغ څنګ ته پروت دی، د توپونو ګولۍ ورولي دي.

دواړه لورو د جګړې په لومړۍ ورځ له هیلیکوپټرو، ډران الوتکو، ټانکونو او توپونو کاراخیستی دی.

ارمنستان او اذربایجان یوبل تورنوی چې جګړه یې پیل کړې ده.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان خبرداری ورکړ چې بشپړې جګړې ته نژدې شوي او اذربایجان یې تورن کړچې له مخکې یې دغه جګړه پلان کړې ده.

ارمنستان اونګورنو قره‌باغ پوځي حالت اعلان کړی او ټول سړي یې د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې د اذربایجان له لوري پر قره باغ حملې بولي، د جګړې لپاره چمتو کړي دي.

اذربایجان چې له خپله اړخه یې هم پوځی حالت او ګرځبندیز اعلان کړی ویلي چې پوځي عملیات یې د تماس له کرښې هاغوا د بریدونو په ځواب کې پیل کړي دي.

اذربایجان دغه راز ویلي چې ځواکونو یې تراوو پورې کلې تر کنټرول لاندې راوستي.

د سیمه ییزې ادارې چارواکو په لومړي سرکې د اذربایجان دغه ادعا ردکړې وه خو وروسته یې ومنله چې تالیش ته نژدې او په جنوب کې یې یوشمېر سیمې له کنټروله وتلي دي.

ارمنستان ادعا کړې چې په دې نښتو کې یې د لسګونو ټانکونو د ویجاړېدو، د هیلیکوپټرو او ډران الوتکو د راغورځېدو په ګډون اذربایجان ته سخت تلفات اړولي دي.

اذربایجان بیا د ارمنستان د دفاع وزارت دغه ادعا ردکړې ده.

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې مخکینیو نښتو ته په پام داسې ښکاري چې دواړه لوري یوبل ته د زیانونو په اړولو کې مبالغه کوي او د تبلیغاتو په بڼه معلوماتي جګړه هم مخته وړي.

د اذربایجان او ارمنستان د پیل شوې جګړې په وړاندې اروپایي اتحادیې، روسیې، ملګروملتونو، متحدو ایالتونو او یو شمېر نورو لورو سمدستي عکس العملونه څرګند کړي او له دواړو لورو یې غوښتي چې جګړه سمدستي ودروي او خبرو ته مخه کړي.

ترکیې په ښکاره د اذربایجان ملاتړ کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په خپل ټوېټر لیکلي چې د اذربایجان په وړاندې په حملو سره ارمنستان وښوده چې دا هېواد په سیمه کې سولې او امن ته سترګواښ دی.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان بیا په خپل ټوېټر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ترکیه دې پرېنږدي په دې لانجه کې لاسوهنه وکړي.

د سوریې د بشري حقونو د څارلندن میشتې ډلې پرون وویل چې ښایي له سوریي ترک ملاتړي جنګیالي د اذربایجان د ملاتړ لپاره هغه هیواد ته استول شوي وي.

د نګورنو قره‌باغ سیمه ییز مشر هم پرون ترکیه تورنه کړه چې وسله وال او جنګي الوتکې دغې جګړې ته استوي چې د هغه په وینا جګړه د نګورنو قره‌باغ د سیمې له حدودو وتلې ده.

په دغه جګړه کې د ترکیې احتمالي ښکېلتیا هم روسیه چې په ارمنستان کې پوځي اډه لري او پر دې هېواد او اذربایجان دواړو وسلې پلوري، له نژدې څاري.

د ارمنستان چارواکو ترکیه تورنه کړې چې د نګورنو قره‌باغ په تازه جګړو کې په مستقیمه توګه حضور لري.

رویټرز اژانس دا خبره نن د ارمنستان د دفاع وزارت په حواله راپور کړې ده.

خو د اذربایجان د ولسمشر الهام علییف یوه دستیار حکمت حاجییف د ارمنستان دا ادعا رد کړې او بې اساسه یې بللې ده.

اذربایجان او ارمنستان د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ پر سر نن د دویمې ورځې په مخه درنه جګړه روانه کړې چې ساعت په ساعت د تلفاتو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي.

دا د سیمې هغه دوه ځواکمن هېوادودنه دي چې له دې وړاندې یې د لیبیا او د سوریې په جګړو کې د مختلفو لورو ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG