د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

هرات کې د فول رزم جام سیالۍ ترسره شوې


ارشیف
ارشیف

په هرات ولایت کې نن د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې تر نوم لاندې د فول رزم جام سیالۍ ترسره شوې.

د هرات ولایت د فول رزم فدارسیون په یوې اعلامیې کې راغلي، په دغو سیالیو کې له ۱۲ زونونو ۶۰ تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ګډون کړی.

د اعلامیې له مخې په دغو سیالیو کې ۱۲ ورزشکاران تر نورو ښه وځلېدل.

د یو بل خبر له مخې د هرات ولایت د بدني روزنې ریاست فني مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د بدمنټون سیالۍ هم روانې دي.

د ضیا په خبر د بدمنټون دغه ټاکنیزې سیالۍ کې له خبریالانو د ملاتړ په نامه نومول شوې، چې په کې تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG