د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

'قرغزستان کې روغتیایي کارکوونکي په زور ډېر کار ته مجبور شوي'


ارشیف
ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان وایي، قرغزستان کې د کرونا وبا پر مهال روغتیایي کارکوونکي په زور ډېر کار ته مجبور شوي دي.

دغه سازمان نن په دې اړه یو راپور خپور کړ او وې ویل، ډاکترانو ته د ډېر کار له کبله نه یوازې دا چې اضافي معاش نه ورکول کېده، بلکې پیسې یې کمې شوې هم دي.

غیر رسمي سرچینې وایي چې قرغستان کې د مارچ له نیمایي د جولای میاشتې تر وروستیو پورې کرونا ۴۰ روغتایي کارکوونکي مړه کړي دي.

د مرکزي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان څیړونکي هیدر مکګیل ویلي: "دا ویرونکې ده چې د کار په بدل کې د روغتیایي کارکوونکو بشري حقونه پام کې نه نیول کېدل، پیسې نه ورکول کېدې او مجبورېدل چې پټه خوله پاته شي."

XS
SM
MD
LG