د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۸

د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی 'دن جونز' ومړ

د استرالیا د کرکټ پخوانی لوبغاړی  دن جونز
د استرالیا د کرکټ پخوانی لوبغاړی دن جونز

د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی دن جونز پرون پنجشنبه په ممبي کې د زړه له سکتې وروسته د ۵۹ کلونو په عمر ومړ.

جونز د هند د کرکټ د غوره لیګ د مبصر یا کمینټېټر په توګه ممبي ته تللی و.

ده د استرالیا لپاره په ۵۲ ټیسټ لوبو او ۱۶۴ یو ورځینیو مسابقو کې برخه اخیستې وه.

د جونز په مړینه د کرکټ نړیوالې شورا او د بېلابېلو هیوادونو کرکټ بورډونو خواشیني څرګنده کړې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG