نن د سپټمبر ۲۳مه د اشاري ژبې نړیواله ورځ ده، ملګرو ملتونو دغه ورځ په کال ۱۹۵۱ کې د اشاري ژبې نړیواله ورځ ونوموله.
دغه سازمان د دې ورځې د نومولو هدف، د اشاري ژبې ارزښت او د دغې ژبې د کاروونکو حقونو ته پاملرنه ښودلې ده.
- خو افغانستان کې د دغو کسانو حقونو ته څومره پاملرنه شوې ده؟
د افغانستان د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره وايي، په ټول هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره ۱۶ ښوونځي لري چې دوهیې یوازې او یوازې د اشاري ژبې دي.
له دغو دوو ښوونځیو یو یې په کابل او بلیې په هرات کې دی چې د کابل په ښوونځي کې ۵۸۰ زدهکوونکي لري.
د دې ادارې ویاند سید امین طیب له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پاتې نورو ۱۴ ښوونځيو کې د اشاري ژبې ترڅنګ ړندو او نورو بېلابېلو معلولیت لرونکو کسانو ته زدهکړې ورکول کېږي.
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ په ټول هېواد کې شااوخوا ۹۷۵ نهاورېدونکي یا کاڼه زدهکوونکي لري چې له دې ډلې ۲۸۸یې نجونې دي.
په کابل کې د کڼو د ښوونځي یوه ښوونکې ناهید ازادي راډيو سره په خبرو کې خپلو زدهکوونکو ته د زدهکړو په اړه وايي: "دوی ته درس ورکول ډېر ستونزمن کار دی، حوصله غواړي، خو موږ خپله هڅه کوو چې په اشاري ژبه ورته درس ووايو، که په اول، دوهم یا درېیم ځل باندې پوه نهشي، موږ مجبوره یو چې له بلې طریقې کار واخلو ترڅو دوی په درس پوه شي، خو دوی ته د اشاري ژبې زدهکړه ډېره مهمه ده."
د دوی له ډلې ۱۰ کلنه حسینه په کابل کې د اشاري ژبې په یو ښوونځي کې د ۱۱م ټولګي زدهکوونکې ده.
په اشارو خبرې کوي، خو ښوونکی یې تمیم صدیقي ورسره همکاري کوي.
حسینه وايي، په داسې حال کې چې نهاورېدنهیې کله کله ناهیلي کوي، خو له زدهکړو سره بېسارې مینه لري: "کورنۍ یوازنی ځای دی چې موږ لپاره د زدهکړې زمینه برابرولی شي، زه ډېره خوشحاله یم چې کورنۍ مې ماته د زدهکړې زمینه برابره کړې او موږ باید د زدهکړو په برخه کې خپلواک پرېښودل شو."
حسینې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ستر ارمانیې څه دی؟ ښوونکي تهیې په اشارو وویل: "موږ په ډېر حساسو شرایطو کې یو، د سولې خبرو کې د مېز پر سر باید هغو مسایلو باندې خبرې وشي چې زموږ وطن ته سوله راولي، زه چې یوه نجلۍ یم د افغانستان حکومت څخه غوښتنه کوم چې موږ باید په دې سوله کې زیانمن نهشو."
۲۱ کلن بلال هم نه اورېدلای او نه هم خبرې کولای شي.
بلال د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصل دی او ورسره د نهاورېدونکو یا کڼو په یو ښوونځي کې ښوونکی دی.
د بلال کوچنۍ خور مقدسه هم ورته ستونزه لري.
د بلال او مقدسې پلار خوشحال تایب وايي: "کله چې دوی داسې احساس وکړي چې زه خو نهشم اورېدلای او یا هم نهشم غږېدلای، دغه نیمګړتیاوې چې کله په خپل ځان کې وویني، زه په زړه کې په واقعیت سره خفه کېږم، کله مې چې خپله وړه لور راته په اشاري ژبه ووایي چې زه به کله غږېږم، نو زما زړه ټوټې ټوټې شي، خو زه بیا دوی ته روحیه ورکوم، معلولین ورته ښییم چې پښې او لاسونه نهلري، دغه وخت دی چې دوی بیا بېرته روحیه اخلي او ځان نیمګړی نهاحساسوي."
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۷۲ میلیونه کسان په اشاري ژبه خبرې کوي.
د دې سازمان د معلوماتو پر بنسټ دغه نهاورېدونکي کسان چې په اشاره ژبه خبرې کوي ۸۰ فیصدهیې په پرمختللو هېوادونو کې دي.