د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

بلخ کې د سلګونه غیر قانوني دیني مدرسو د فعالیت په اړه اندېښنې


ارشیف
ارشیف

د هېواد په شمالي ولایت بلخ کې سیمه‌ییز چارواکي د سلګونه غیر قانوني دیني مدرسو د فعالیت په اړه اندېښمن دي.

د بلخ د حج او اوقاف مشر محمود دانشجو وايي چې تازه‌یې څه باندې ۱۱۰ دیني مدرسو ته د فعالیت جواز وېشلی، خو لا هم څه باندې ۴۰۰ نورې مدرسې په غیر قانوني ډول فعالې دي.

ښاغلی دانشجو وايي چې له جواز پرته او نا ثبت شوې مدرسې اکثراً په ناامنو ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو کې فعالیت لري.

هغه زیاته کړه: " موږ په هڅه کې یو چې پر ډېرو مدرسو کنټرول پیدا کړو او ترې نظارت وکړو، خو تقریباً ټولې غیر قانوني او نا ثبت شوې مدرسې په ناامنو او لیرو پرتو سیمو کې دي."

د دانشجو په خبره چې د بلخ په اته ولسوالیو کې د ناامنۍ له امله د حج او اوقاف ادارې فعالیت له خنډ سره مخ دی.

محمود دانشجو
محمود دانشجو

محمود دانشجو وویل په دغو مدرسو کې د سیمې استخباراتي کړۍ او طالب وسله‌وال د دولت پر ضد فعالیت او تبلیغ کوي.

ښاغلی دانشجو وايي: "له دغو مدرسو چې په ناامنو سیمو کې دي مختلفې ډلې ګټه پورته کولای شي. هر یو په خپله ګټه ترې کار اخلي او طالبان هم دلته په خپله نفع تبلیغ کوي."

په همدې حال کې ځیني کارپوهان په دې باور دي چې په بلخ کې د غیر قانوني مدرسو فعالیت په ټولنه کې مذهبي افراطیت پراخوي او همداراز بلواګر له دغو مدرسو څخه د جنګي ځواک د جلب او جذب د مرکزونو په توګه کار اخلي.

د سیاسي چارو پوه محمد ادیب غیاثي ازادي راډیو ته داسې وویل: "د سلګونه غیر قانوني دیني مدرسو فعالیت چې دولت پرې نظارت او کنټرول نه‌لري، په بلخ کې د ناامنۍ عمده دلیل دی. له دغو مدرسو څخه ترورېستان د دولت او امنیت پر ضد د جنګیالیو د جذب د مرکزونو په توګه ګټه پورته کوي."

محمد ادیب غیاثي
محمد ادیب غیاثي

ښاغلی غیاثي زیاتوي چې دولت د دیني زده‌کړو د مرکزونو په ثبت او راجستر کولای شي چې په ټولنه کې د مخ پر ودې افراطیت مخه ډب کړي او همدارنګه په ټولنه کې د ورانکارو ډلو د نفوذ مخنیوی وکړي.

د بلخ د حج او اوقاف ادارې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې غیر قانوني او نا ثبت شوې مدرسې په لیرو پرتو سیمو کې په دودیز ډول فعالیت لري او ډېری زده‌کوونکي یې هم له ۱۸ کلونو کم عمره زلمیان دي.

XS
SM
MD
LG