د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ بېګانۍ لوبه ډهلي وګټله


ډهلي کپټلز ټیم
ډهلي کپټلز ټیم

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې بېګا ډهلي کپیټلز ټیم د کېنګز پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د دوبۍ په کرکټ سټډیوم کې وشوه.

لومړی بیټینګ ډهلي ټیم وکړ او په۲۰ اورونو کې یې ۱۵۷ منډې وکړې.

کېنګز پنجاب بېرته په ځواب کې ۱۵۷ مساوي منډې وکړې چې په دې اساس دواړه لوبډلې سوپر اوور ته ورغلې او په هغه کې هم ډهلي ګټونکې شوه.

که څه هم افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د کېنګز پنجاب د ټیم غړی دی خو بېګا په لوبه کې چانس نه و ورکړل شوی.

تمه ده نن ماښام د سنرایزرز حیدراباد او رویال چلنجنرز بنګلور ټیمونه سره سیالي وکړي.

په حیدراباد لوبډله کې د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.

د هند د کرکټ غوره لیګ سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو په سبب د هندوستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د شنبې له ورځې پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG