د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۲

د شپږیزې لومړي پړاو پای؛ سپین غر او امو لوبډلې کورونو ته ستنې شوې


د سپین غر او امو لوبډلو لوبغاړي

د لومړي پړاو پای؛ سپین غر او امو لوبغاړي کورونو ته ستانه شول.

د افغانستان د کورني کرکټ تر ټولو ستر لیګ شپږیزې لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

څلور لوبډلې دوهم پړاو او دوه لوبډلې کورونو ته ستنې شوې.

کابل بازان، میس عینک اتلان، بند امیر ښارماران او بسټ ساتونکي څلور هغه لوبډلې دي چې نیمه پایلوبې ته يې لاره وکړه خو سپین غر ټایګرز او امو نهګان لوبډلې بیا له دوهم پړاوه پاتې شوې.

سپین غر د پنځه سیالیو نه دوه وګټلې، او درې يې وبایللې.

امو لوبډلې بیا خپلې ټولې پنځه لوبې وبایللې، دغه راز کابل بازانو څلوراو بند امیر، میس عینک او بوسټ لوبډلو درې درې لوبې وګټلې او دوهم پړاو ته يې لاره پیدا کړه.

د نن ورځې په وروستۍ لوبه کې چې د بسټ او امو لوبډلو ترمنځ وشوه، بسټ امو لوبډلې ته په لسو ویکټو ستره ماتې ورکړه.

دا د روانو سیالیو لومړۍ لوبه وه چې ۱۲۳ ورکړل شوی هدف په په پیلیزو لوبغاړو پوره کېږي.

عمران جنت او کریم جنت اوږده ملګرتیا وکړه او دواړو نیمه سلیزې پوره کړې.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړې جایزه کریم جنت ته ورکړل شوه.

له دې وړاندې د نن ورځې په لومړۍ سیالۍ کې کابل بازانو سپین غر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د نومرو په جدول کې لومړی ځای خپل کړ.

ټاکل شوې چې سبا د دې لوبو لومړۍ نیمه پایلوبه د کابل بازانو او میس عینک اتلانو ترمنځ ترسره شي، ګټونکې لوبډله يې پایلوبې او بایلونکې لوبډله يې په نیمه پایلوبه کې پاتې کېږي.

په دوهمه نیمه پایلوبه کې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ ترسره کېږي بند امیر ښارمان او بسټ ساتونکې سره مخامخ دي.

دغه راز به راتلونکې چهارشنبه د لومړۍ نیمه پایلوبې بایلونکې او د دوهمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د روانې میلادي میاشتې په ۱۶ مه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG