د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

کابل بازانو کرکټ لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه


Afghanitan - Kabul Bazan v Bande Amir 12.9.2020 کابل بازان او بند امیر
Afghanitan - Kabul Bazan v Bande Amir 12.9.2020 کابل بازان او بند امیر

سمیع‌ شینواري په یوې جالبې توپوهنې سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو ۱۲مه لوبه نن شنبه د کابل بازانو او بندامیر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې کابل بازانو لوبډلې د سمیع‌الله شینواري په جالبې توپوهنې سره په دوو ویکټو بندامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د بندامیر د لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څخه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بندامیر لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې وکړې او کابل بازانو ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

کله چې کابل بازانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته ښکته شوه، نو د بندامیر له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په وروستي توپ د ۸ ویکټو په سوځولو سره پوره کړ او په دې سره یې بندامیر ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG