د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۱

چک جمهوریت کې په یوه ورځ د کرونا ویروس ۱،۳۸۲ نوې پېښې ثبت شوې

چک جمهوریت کې د درملنې لاندې په کرونا ویروس اخته ناروغ
چک جمهوریت کې د درملنې لاندې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د چک جمهوریت حکومت پرون (د سپټمبر په ۱۱مه) په یوه ورځ کې د کرونا ویروس ۱،۳۸۲ نوې پېښې ثبت کړې دي.

له دې سره په چک جمهوریت کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۲ زره زیات شو. په چک جمهوریت کې اوس‌مهال څه باندې ۱۱ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي او نږدې ۲۱ زره کسان ورڅخه رغېدلي دي.

په چک جمهوریت کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړو شمېر ۴۴۴ ښودل شوی دی.

د دې هېواد د روغتیا وزارت د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو له کبله تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په ټولو هغو ځایونو کې چې سرپټي دي او زیات خلک په‌کې راغونډېدلائ شي، باید ماسک وکارول شي.

هغه کسان چې له داسې هېوادونو چک جمهوریت ته سفر کوي چې کرونا ویروس په‌کې زیات فعال دی، باید هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم د کرونا ویروس منفي ټسټ ښکاره کړي یا قرنطین شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG