د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

یو استرالیايي میلیاردر په افغانستان کې د برېښنا د تولید برخه کې پانګونه کوي


له فورتسکیو شرکت سره د افغانستان حکومت د بېلابېلو تړونونو لاسلیک غونډه
له فورتسکیو شرکت سره د افغانستان حکومت د بېلابېلو تړونونو لاسلیک غونډه

یوه اسټرالیایی شرکت په افغانستان کې د زرګونه مېګاواټ برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

د دې او څو نورو پروژو د رغونې تړون د افغانستان حکومت پرون پنجشبه د یوه استرالیايي شرکت له مشر سره لاسلیک کړ. ولسمشر اشرف غني وايي چې د دې پروژې په ټولو برخو کې به افغانان کار کوي.

د فورتسکیو «Fortescue» په نوم د وسپنې د استخراج استرالیايي شرکت له افغان حکومت سره هغه تړون لاسلیک کړ چې له مخې به‌یې په افغانستان کې د نورو اقتصادي پروژو ترڅنګ ۲۰ زره مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

ولسمشر اشرف غني پرون پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۰» د مارشال فهیم د پوځي اکاډمۍ فارغانو ته د وینا پر مهال وویل، د فورتسکیو کمپنۍ له مشر استرالیايي میلیاردر اندریو فارستس سره‌یې د څو مهمو اقتصادي پروژو تړونونه لاسلیک کړل چې یوه به‌یې د برېښنا د تولید پروژه وي.

ولسمشر غني د مارشال فهیم د پوځي اکاډمۍ فارغانو ته د وینا پر مهال
ولسمشر غني د مارشال فهیم د پوځي اکاډمۍ فارغانو ته د وینا پر مهال

ښاغلی غني زیاتوي: "څو موافقه لیکونه لاسلیک شول چې زموږ د ویاړلي هېواد برخلیک به په اساسي ډول بدل کړي. یو موافقه لیک د دې لپاره دی چې د افغانستان له اوبو څخه ۲۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید شي څو د افغانستان د کانونو د استخراج او صادرولو لپاره کار ترې واخیستل شي."

ښاغلي غني وویل چې د دې پروژو په ټولو برخو کې به افغانان ګومارل کېږي. ولسمشر غني دا پروژې د دولتونو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ هغه بېلګه وبلله چې د ده په وینا په نړۍ کې ساری نه‌لري.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې که دا کمپنۍ د برېښنا تولید پیل کړي، نو برېښنا شرکت چمتو دی چې د خلکو له اقتصادي وضعیت سره سم‌یې په مناسبه بیه وپېري.

ښاغلی توحیدي وايي: "ملي او بین‌المللي کمپنۍ چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا په سکټور کې پانګونه غواړي د افغانستان د برېښنا شرکت چمتو دی چې د وګړو اقتصاد ته په پام سره‌یې برېښنا وپېري او د خپلو شبکو له لارې یې خلکو ته ورسوي."

د افغانستان د اوبو د تنظیم ادارې د مشر او د فورتسکیو شرکت ترمنځ تړون
د افغانستان د اوبو د تنظیم ادارې د مشر او د فورتسکیو شرکت ترمنځ تړون

فورتسکیو د وسپنې د استخراج مشهوره استرالیایۍ کمپنۍ ده چې د وسپنې او فولادو د تولید له پلوه د نړۍ په کچه څلورم ځای لري.

د امریکا د جیولوژیکي سروې د ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان د لږترلږه درې تریلیون ډالرو په ارزښت کانونه لري او دا په داسې حال کې ده چې فورتسکیو کمپنۍ هم د سرو زرو، لیتیم او مسو د تولید په برخو کې د نړۍ له مخکښو کمپنیو څخه ده.

XS
SM
MD
LG