د ازادو مبارزو اتل حبیب نور محمدوف اعلان کړی چې ډېر ژر به له لوبو سره مخه ښه وکړي.
د سپورټ اکسپرس د راپور له مخې د ازادې مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي ویلي چې لږ زخمي شوی او نهغواړي چې فلج شي.
د روسیې دا نامتو لوبغاړی د «UFC» سازمان کمربند لري او په دې سازمان کې د خپل وزن نړیوال اتل لوبغاړی دی.
د ازادو مبارزو «MMA» نړیواله درجهبندۍ کې حبیب نور محمدوف په لومړي ځای کې راغلی.