سپین غر لوبډلې بست لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله دوهمه لوبه وګټله.
د شپږیزې لیګ د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې د سیالۍ پچه بست ساتونکو لوبډلې وګټله او سپین غر پړانګانو لوبډلې تهيې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
سپین غر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.
سپین غر لوبډلې د نن په لوبه کې دوه بدلونونه راوستي وو.
د شبیر نوري پر ځای يې تمیم سرخرودي او د رحمتالله شفق پر ځای مجید عالم ته چانس ورکړی وو چې دا پرېکړهيې ښه ثابته شوه او یادو دواړو لوبغاړو د دې سیالۍ په ګټلو کې مهم رول درلود.
تمیم ۷۹ او مجید عالم ۵۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې که څه هم د بست ساتونکو لوبډلې د پیل لوبغاړي ژر وسوځېدل، خو ترې وروسته د کریم جنت نیمه سلیزې او د ګلبیدن نایب تېزې توپوهنې دا سیالي تر وروستي اوره وغځوله.
بست ساتونکو په ټولو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې وکړې او دا سیالۍ يې د پنځه منډو په توپیر وبایلله.
د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه تمیم سرخرودي ته ورکړل شوه. د شپږیزې لیګ د نن ورځې دوهمه لوبه د کابل بازانو او امو نهګانو لوبډلو ته ترمنځ ترسره کېږي.