د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

چک کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱،۶۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې


چک جمهوریت کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال
چک جمهوریت کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال

چک جمهوریت د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ د کرونا ویروس د ۱،۶۶۴ نویو مثبت پېښو خبر ورکړ.

تر دې وروسته د چک جمهوریت روغتیا وزیر ادم ویتیښ د سکایپ له لارې په یوه پيغام کې چې د چک راډیو خپور کړ د احتیاطي تدابیرو د زیاتېدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه: "څه چې مهمه ده دا ده چې د هغو کسانو شمېر چې په روغتون کې بسترېږي کنټرول کړو او د هغو ناروغانو شمېر کنټرول کړو چې وینټلاټورونو او اکسیجن ته اړتیا پیدا کوي. دا شمېرې په زیاتېدو دي. هیله ده چې د ماسکونو له اغوستو سره دا شمېرې راکمې شي ترڅو روغتیایي سیستم تر ډېر فشار لاندې رانه‌شي."

له نویو شمېرو سره په چک جمهوریت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۹،۸۷۷ ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG