د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

شپږیزه لیګ؛ د نن لوبې د بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو وګټلې


د مس عینک اتلانو او د بند امیر ښامارانو لوبډلې
د مس عینک اتلانو او د بند امیر ښامارانو لوبډلې

په کابل کې د کرکټ د شپږیزه لیګ په سیالیو کې نن (د سپټمبر ۹مه) د سهار په نهه نیمو بجو د امو نهنګان له بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو له سپین غر زمریانو سره مخامخ شول.

لوبه په ۷ وېکټونو د بند امیر ښارمارانو وګټله. د شپږیزې کرکټ په روان لیګ کې دا د بند امیر ښارمارانو دوهم بری دی.

د مس عینک اتلانو نن پچه وګټله او د توپ وهلو (بالېنګ) پرېکړه‌یې وکړه.

د مس عینک اتلانو هم نن د سپین غر زمریانو ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه.

په کابل کې د شپږیزي لیګ د اووم دور سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې. د دې لړۍ پای‌لوبه د سپټمبر په ۱۶مه ده.

XS
SM
MD
LG