د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

له حملو د ښوونې او روزنې خوندیتوب ورځ؛ 'میلیونونه افغان ماشومان له زده‌کړو پاتي'


افغان ماشومان
افغان ماشومان

د سپټمبر نهمه، له حملو نه د ښوونې او روزنې د خوندیتوب نړیواله ورځ ده.

په دې اړه د ملګرو ملتونو سازمان د اعلامیې مقصد، د نړۍ په ۳۵ بحران‌ځپلو هېوادونو کې له ۳ کلونو نه تر ۱۸ کلونو پورې د ۷۵ میلیونه ماشومانو ژوند ته پام اړول دي چې د ښوونې او روزنې ملاتړ یې اړین دی.

دغه ورځ افغانستان ته ځانګړی اهمیت لري ځکه په دې هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله، میلیونونه ماشومان د ښوونې او روزنې له ښېګڼو بې‌برخې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ناامنیو او جګړو له امله د هېواد څه باندې ۳.۷ میلیونه ماشومان له ښوونې او روزنې بې‌برخې دي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، په دغو ماشومانو کې څه باندې ۶۰ سلنه نجونې دي او د دوی په خبره په تېرو کلونو کې له ۱۶،۰۰۰ نه ډېر ښوونځي، په جګړو کې ویجاړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاندې نوریه نزهت ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي چې له بده مرغه ۶۰ سلنه‌یې نجونې دي. د دې لوی لاملونه جنګونه، ناامني، بې‌وزلي او ناوړه دودونه دي."

نوریه نزهت
نوریه نزهت

د اغلې نزهت په خبره له زده‌کړو بې‌برخې ماشومان، ډېری په جګړه‌ځپلو ولایتونو کې دي.

د پوهنې وزارت د ویاندې په خبره د ښوونې او روزنې نه بې‌برخو ماشومانو ته ډېر پروګرامونه ترتیب شوي دي.

د ماشومانو د اوسېدو په سیمو کې د سیمه‌ییزو ټولګیو جوړول، یو له دغو پروګرامونو څخه دي. د افغانستان د پوهنې وزارت شمېرې ښيي چې په تېر کال کې څه باندې ۱۶،۰۰۰ ښوونځیو ته اور اچول شوی او یا په جګړو کې ویجاړ شوي دي.

یونېسف یا د ماشومانو وجهي صندوق د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښيي وايي، د افغانستان د ماشومانو ژوند په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه، له جګړې اغېزمن شوی دی.

ارشیف
ارشیف

د یونېسف د مدني مشارکت د څانګې مسؤل احمد جان نوزادي ازادي راډیو ته وویل، ټول هغه ماشومان چې د جګړو یا نورو پېښو له امله اغېزمن شوي، د دوی د پروګرامونو تر پوښښ لاندې دي.

د ده په خبره، یونېسف هغو ۵۰۰،۰۰۰ ماشومانو ته چې د جګړو او یا نورو ستونزو له امله له ښوونې او روزنې بې‌برخې شوي په سیمو کې ورته د ښوونې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "موږ یو سیستم لرو چې ښوونځي هغو سیمو ته یوسو چې ښوونځی په‌کې نه‌وي. له کرونا مخکې په دغو ښوونځیو کې ۵۰۰ زرو ماشومانو زده‌کړې کولې، خو د کرونا له خپرېدو او قرنطین سره، دغه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي."

د ښوونې او روزنې د نړیوالې ورځې د ملاتړ په مناسبت د ملګرو ملتونو د سازمان په اعلامیه کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې پر ماشومانو پرله‌پسې حملې روانې دي او ښکېلې خواوې د جګړې د قانون اساسي برخه یعنې د ماشومانو خوندیتوب تر پښو لاندې کوي.

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د اوسنیو نښتو اوږد مهاله ماهیت، د ټولو ماشومانو پر راتلونکي اغېز پرې باسي.

د دغه سازمان په باور، کوم ماشومان چې په جګړه‌يیزو حالاتو کې اوسېږي او ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه‌لري، پرته له دې چې د ځان او هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي، لوېږي او دغه وضعیت د میلیونو ماشومانو او کورنیو وضعیت خرابولی شي.

XS
SM
MD
LG