د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د شپږیزې سیالیو لوبه کې سپین غر امو نهنګانو ته ماته ورکړه


سپین غر او امو نهنګان کرکټ لوبه
سپین غر او امو نهنګان کرکټ لوبه

نن د شپږیزې سیالیو د دوهمې ورځې په لومړۍ لوبه کې سپین غر امو نهنګانو لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

سپین غر لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه‌يې وکړه.

په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۱۵۱ منډې هدف وټاکه چې تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې په‌کې ذبید اکبري وکړې، دغه‌شان نصیر خان ۳۸ او وحید شفق ۲۲ تېزې منډې وکړې.

د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې امو لوبډله ونه‌توانېده چې یاد هدف پوره کړي او په ۲۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۰۱ منډې وکړې او خپله لومړۍ لوبه‌يې د ۴۹ منډو په توپیر وبایلله.

کریم خان صادق د سپین غر په توپ اچوونکو کې په څلورو اوورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او د امو لوبډلې پنځه لوبغاړي يې وسوځول او په دې سره‌يې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.

د نن ورځې دوهمه لوبه چې نږدې دوه بجې پیلېږي د کابل بازان او بُست لوبډلې یو د بل په وړاندې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG