د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ تله ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۴۷

د شپږیزې کرکټ لیګ: مس عینک لوبډلې بند امیر ته ماته ورکړه


د مس عینک او بند امیر لوبډلې

د شپږیزې د کرکټ لیګ په لومړۍ لوبه کې نن مس عینک لوبډلې چې د تېر کال د لیګ ګټونکی و، د بند امیر لوبډلې ته د یوې منډې په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د بند امیر لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او د بالېنګ پرېکړه‌یې وکړه.

مس عینک لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې ۱۷۹ منډې جوړې کړې او اووه غړي یې وسوځېدل، خو بند امیر لوبډلې ونه‌شو کړای چې دا هدف په ۲۰ اوورونو کې پوره کړي.

ټاکل شوې چې د شپږیزې د لوبو لړۍ د سپټمبر تر۱۶مې نېټې دوام وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دا لوبې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ‌د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان له سپارښتنو سره سم ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG