د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۳

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ: افغان کرکټ بورډ له جدي مديريتي ستونزو سره مخ دی

د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ د مدیریتي برخې د ارزونې ابتدایي څېړنیز راپور خپور شو!

دغه راپور کې چې د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د کرکټ په چارو کې په یو پوه مشتاق رحیم لیکلی، راغلي چې افغان کرکټ بورډ له جدي مديريتي ستونزو سره مخ دی.

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په دغه راپور کې ويلي چې اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی او د فساد په اړه د کرکټ بورډ ګنګه پالېسي د اندېښنې وړ ده.

دغه څېړنیز راپور چې په ۳۱ پاڼو کې لیکل شوی د کرکټ بورډ ۸ برخې یې تر څېړنې لاندې نیولي.

ښاغلي رحیم د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۵» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د افغانستان په کرکټ بورډ کې اداري ستونزې شته، خو ځواب ویونکي نه‌لري.

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم

ښاغلی رحیم زیاتوي: "په کرکټ بورډ کې د فساد ضد بحث دی، بیا هم موږ دې مسئلې ته وتوانېدو چې ژوره کتنه وکړو، لېکن هغه راپورونه چې موږ ته راغلي د همغه معلوماتو له مخې بیا هم د دې ادارې کړنې د پوښتنې وړ دي. د بېلګې په ډول د افغانستان د ای پي اېل په اړه هغه د فساد تورونه چې په دې برخه کې و، خو کرکټ بورډ بیا هغه رد کړل، وروسته بیا موږ ته راپور راغی چې کرکټ بورډ د افغانستان لویې څارنوالۍ ته ویلي چې په دې برخه کې پلټنه وکړي، لېکن د هغې نه وروسته څه وشول، څارنوالۍ څه وکړل، په دې اړه موږ ته هېڅ معلومات نه‌دي راکړل شوي."

ښاغلی رحیم وايي، د نورو ستونزو ترڅنګ له تېرو شپږو کلونو راپه دېخوا د هېواد په ګوټ ګوټ کې د معیاري لوبغالو د جوړېدو خبره کېږي، خو تر اوسه ورته بنسټیز کار نه‌دی شوی.

په دغه څېړنیز راپور کې د بورډ د مشرتابه د استخدام، د فساد سره مبارزه، د معلوماتو نه‌شریکول، د لوبغاړو د غوراوي پالېسي، د انضباتي چارو مدیریت، د ښځو کرکټ، د کرکټ د چارو ادارې او د بورډ د غړو د کړنو په اړه څېړنه شوې ده.

د دې راپور په یوه برخه کې د کرکټ په ملي لوبډله کې د خپلوۍ پاللو ته هم اشاره شوې ده.

د دې راپور څېړونکی وايي، ۱۸ لوبغاړي د خپلوۍ پر بنسټ ملي لوبډلې او یا نورو ټیمونو ته غوره شوي دي.

د دغه څېړنیز راپور په یوه برخه کې افغان ولسمشر ته وړاندیز شوی چې د بورډ د غړو د ټاکل کېدو په برخه کې د دې بورډ کړنلاره تعدیل کړي. دغه‌شان وړاندیز شوی چې کرکټ بورډ دې د غړو د استخدام په اړه هغه طرزالعملونه چې په دې برخه کې موجود دي، روښانه کړي.

د روڼتیا څار بنسټ چارواکي وايي، د دې راپور برابرولو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ته د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره څو ځلې مراجعه شوې، خو دوی ته د رد ځواب ورکړل شوی.

په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بیا د دې راپور په ځواب کې داسې وايي: "د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو له لارې خبر شو چې داسې یوه څېړنه شوې ده، موږ به کوشش وکړو چې دغه څېړنه ترلاسه کړو او وګورو چې دوی دغه معلومات د کومې کړنلارې له مخې ترلاسه کړي، له هغې وروسته به موږ خپل دریځ د رسنیو له لارې له هېوادوالو سره شریک کړو."

فرید هوتک
فرید هوتک

د روڼتیا څار بنسټ د معلوماتو له مخې که د افغانستان په کرکټ بورد کې روان حالت دوام پیدا کړي ستونزې به نورې لا پراخې شي.

د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان په کرکټ بورډ کې د فساد په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ځیني راپورونه لاس په لاس شوي وو، خو افغان کرکټ بورډ بیا دا ټول رد کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG