د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

چارواکي: د کابل امنيتي ميثاق پروګرام د عملي کولو په نتيجه کې د نشه يي موادو ۷۰ پلورونکي نيول شوي


ارشیف
ارشیف

د کورنيو چارو وزارت د کابل امنيتي ميثاق په نوم پروګرام له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ګټور او بريالی بولي.

په کابل ښار کې پر امنیتي میثاق نږدې دوې میاشتې تېري شوي چې هدف یې په کابل کې د جرمونو او جنایتونو پر وړاندې د خلکو يو موټی کول او نشه يي موادو سره مبارزه ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د امنیتي میثاق په چوکاټ کې پولیسو وکولای شول چې په دې ښار کې د خلکو په مرسته (۶۳) عملیات وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د دې عملیاتو په نتیجه کې د نشه يي موادو لسګونه پلورونکي په داسې حال کې ونیول چې پر معتادینو باندې یې نشه يي مواد خرڅول.

هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو څو اوونیو کې د کابل د امنیتي میثاق په چوکاټ کې (۶۳) عملیات شوي چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو د کاروبار په تور (۷۰) کسان نیول شوي دي. دا کسان د نشه يي موادو واړه پلورونکي او ځینو یې بیا په لوړه کچه د نشه یي موادو په کاروبار کې لاس درلود."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل ښار کې د نشه يي موادو ډېروالی او لاسرسی د ځوانانو د اعتیاد اصلي لامل بولي، دوی زیاتوي چې نشه يي موادو ته اسانه لاسرسي په سلو کې شپېته روغ شوي معتادین بېرته په نشو باندې اخته کړي دي.

د افغان دولت څېړنې ښيي چې جرمې ډلې او نشه يي موادو خرڅوونکي ځوانان په نشو باندې اخته کوي چې وروسته په جرمي او جنايي فعالیتونو کې کار ځنې اخلي.

د کابل د ولایتي شورا غړی عبدالخالق ځاځی وايي چې د کابل په امنیتي میثاق کې حقایقو ته پام نه دی شوی، ځکه یې تر دوو میاشتو وروسته بيا هم د کابل ښار په امنیت کې هیڅ د پام وړ بدلون نه دی راوستلی.

ځاځی زیاتوي: " د امنیتي میثاق پروګرام چې د کورنیو چارو وزارت جوړ کړی، یو ناکام پلان دی. نشه يي مواد په کابل ښار کې د کشمشو او نخودو غوندې ازاد خرڅېږي. دا یوه لویه تېروتنه ده چې دوی د نشه يي موادو د یو دوه وړو خرڅوونکو نیول لویه لاسته راوړنه وبولي. مافیايي ډلې د کابل ښار په ناامنۍ کې مستقیما لاس لري. د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د مرنجان په نوم یوه غونډۍ ده، د دې سیمې په ډېرو کورونو کې نشه يي مواد ازاد خرڅېږي. موږ سلګونه ځله پولیسو ته په امنیتي غونډو کې د دې ځای ادرس ورکړی، خو دوی پلمه کوي چې هلته د استوګنې کورونه دي، ځکه نو هلته عملیات نه شي کولای. په داسې حال کې چې دا سیمه د نشه يي موادو د خرڅلاو په مرکز اوښتې ده."

په کابل ښار کې ځینې سیمې د نشه يي موادو د خرڅلاو په بازار اوښتي دي.

په تېر یوه کال کې پولیسو دوه ځله پر دې سیمو بریدونه وکړل، خو د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او پلورونکو له وسله وال غبرګون سره مخ شول او په نتیجه کې يې پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته. ----------------------- راپور: مرسلین ارسلا

غږیزې بڼې لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

XS
SM
MD
LG