د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د ننګرهار په پچیراګام د کرکټ سیالۍ ترسره شوې


آرشیف
آرشیف

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ د کرکټ ۱۲ اوره سیالۍ ترسره شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي آزادي راډیو ته وویل چې دا سیالۍ پرون پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه: "د پچیراګام چې یوه جګړه ځپلې او له جنګونو ستړې ولسوالي ده، ځوانانو یې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ملاتړ په هدف د کرکټ لوبي پیل کړې."

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره ۲۴ سیمه ییزې ډلې په دې سیالیو کې ګډون لري.

XS
SM
MD
LG