د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ځلا ځاځۍ ولې له دندې ګوښه شوه؟


ځلا ځاځۍ
ځلا ځاځۍ

د خوست امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې دفتر امره ځلا ځاځۍ وایي چې د دې ولایت امنیه قوماندانۍ مسؤلینو د نوموړې د کارونو په وړاندې ستونزې جوړوي او له همدې امله نوموړې ته په دې ولایت کې د کار کولو اجازه نه‌ورکوي.

د خوست امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، ځلا ځاځۍ یې د کورنیو چارو وزارت د مکتوب په اساس د زیاتو امنیتي تهدیداتو له امله مرکز کابل ته تبدیله کړې ده.

ځلا ځاځۍ کابو درې میاشتې وړاندې په خوست کې د لومړنۍ ښځینه افسرې په توګه د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې د دفتر د امرې په حیث دنده پیل کړه.

نوموړې وایي، د خوست امنیه قوماندان‌یې د کارونو په وړاندې خنډونه جوړوي او نه‌غواړي نوموړې د خوست د مېرمنو لپاره په دې ولایت کې کار وکړي.

اغلې ځاځۍ ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: "دا یو واقعیت دی چې په تېرو درېیو میاشتو کې ما د پام وړ کارونه وکړل، د ښځو دوسیې مې تعقیب کړې او د ښځو تګ راتګ قوماندانۍ ته زیات شو، خو زما په فکر دوی زما دا لاسته راوړنې ونه‌شوی زغملی، نو ځکه ماته‌یې بهانې لټوي چې زه هلته وانه‌اوسم."

ځلا ځاځۍ
ځلا ځاځۍ

ځلا ځاځۍ د امنیتي تهدیدونو او په دنده کې د غیر حاضرۍ موضوع په کلکه ردوي او وایي، دا چاره د نوموړې د تبدیلۍ لپاره بهانه لټول دي.

ځلا ځاځۍ وویل: "خوست امنیه قوماندانۍ چې څه وایي چې زه غیر حاضره وم دا کاملاً غلطه ده، خو دوی وایي چې ستا لپاره امنیتي تهدیدات زیات دي، خو دا هم جالبه ده چې د ټول ولایت د امنیت ساتلو ادعا کوي، زما په نظر هغه ولایت سقوط دی چې قوماندانۍ کې دننه د یوه نفر امنیت نه‌شي نیولی."

ځلا ځاځۍ وایي، نوموړې ته دې په خوست کې د کار کولو بېرته اجازه ورکړل شي، څو د دې ولایت د مېرمنو هغه دوسیې وڅېړي چې له کالونو راهیسې پرتې دي او یا هم مېرمنې نه‌شي کولای په امنیتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د نشتوالي له امله خپلې دوسیې او ستونزې تعقیب کړي.

خو د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د ځلا ځاځۍ په وړاندې ګڼ امنیتي تهدیدات موجود دي او له همدې امله‌یې د کورنیو چارو د وزارت د مکتوب په اساس مرکز کابل ته تبدیله کړې.

ځلا ځاځۍ خوست کې دندې ته د معرفي کېدو پر مهال
ځلا ځاځۍ خوست کې دندې ته د معرفي کېدو پر مهال

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل: "د ځلا ځاځۍ په وړاندې امنیتي خطرات ډېر زیات و، او داسې ویل کېدل چې هغه به ترور کېږي او په دې اړه کورنیو چارو وزارت او بشر حقونو د مکتوب په اساس مرکز ته ولېږله."

ومو غوښتل چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

که څه هم په دې وروستیو کې په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو ونډه یو څه اضافه شوې، خو په خوست کې د ښځو د حقونو فعالانې په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو ونډه کمه بولي او په افغان حکومت غږ کوي چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG