د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

انګلا مېرکل: پر الکسي ناوالني د نوويچوک کیمیاوي موادو برید شوی


د روسیې سیاستوال الکسي ناوالني
د روسیې سیاستوال الکسي ناوالني

جرمني د روسیي سیاستوال الکسي ناوالني مسموم کېدل غندلي دي او د روسیې ځواب ته په تمه دی.

د جرمني صدراعظمه وایي چې د روسیې د اپوزېسیون سیاستوال الکسي ناوالني د یوه جنایت قرباني شوی دی.

وروسته تر دې چې تېر ماښام د لابراتوار نتیجه ترلاسه شوه، انګلا مېرکل وویل: "پر الکسي ناوالني په یو ډول کیمیاوي موادو چې د نوويچوک له ډوله دی، برید شوی دی او د دې ډول زهري موادو د استعمال ازموینه پرته له څه شکه چې په لابراتواري ازموینو کې څرګندېږي."

انګلا مېرکل

مېرمن مېرکل زیاته کړه چې د دې برید هدف د ناوالني غلي کول و. د جرمني صدراعظمې بیا وویل چې د لابراتواري معایناتو د نتیجې په اړه په برلین کې د روسیې سفارت ته توضیحات ورکړل شوي او اوس د روسیې د حکومت د ځواب په تمه دي.

ناوالني د سایبریا له یوې لیرې پرتې سیمې مسکو ته په الوتکه کې د سفر پر مهال ناروغ شو او پيلوټ مجبور شو چې الوتکه په نیمه لاره کې په اومسک ښار کې ښکته کړي او دی روغتون ته ورسوي.

مخکې تر دې چې دی جرمني ته ولاړ شي دوه شپې یې په دې روغتون کې تېرې کړي. ډاکترانو دی په بې‌هوشۍ کې وساته بیا د برلین یوه روغتون ته انتقال شو.

ناوالني د کرملېن له سختو انتقاد کوونکو څخه دی.

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف د جرمني د صدراعظمې تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې روسي چارواکي په دې برخه کې له جرمني سره همکاریو ته چمتو دي.

دمیتري پسکوف

مېرمن مېرکل وویل چې په دې برخه کې به له خپلو شریکانو سره تر مشورو وروسته پرېکړه وکړي.

هغې زیاته کړه: "موږ به د ازموینو نتیجې د اروپایي ټولنې له شریکانو او ناټو سره شریکې کړو. له یوه بل سره به سلا مشوره وکړو او بیا به په ګډه پرېکړه وکړو چې د روسیې په وړاندې مناسب عکس‌العمل څرګند کړو. د الکسي ناوالني پر ضد جنایت د ټولو ابتدایي او حقوقي ارزښتونو مخالف دی."

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې واشنګټن له نړیوالې ټولنې سره کار کوي څو هغه کسان چې د ناوالني په مسمومېدو کې لاس لري د عدالت مېز ته راکاږي او د هغوی د دغو ناوړه کارونو د مالي تمویل مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG