په انګلستان، فرانسه او روسیه کې زرګونه زدهکوونکي پرون (د سپټمبر په لومړۍ) چې د تعلیمي کال لومړۍ ورځ وه، ښوونځیو ته ستانه شول.
په اروپا کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو سره د تعلیمي کال پیل اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
ډېرې کورنۍ وېره لري چې ښوونځي ته د زدهکوونکو بېرته تګ به د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو ته سرعت ورکړي.
خو حکومتونو پرېکړه کړې چې د اقتصادي بوج د کمولو او کار کولو ته د مېندو او پلارونو د هڅولو لپاره ښوونځي پرانیزي.
په فرانسه کې به د ۱۱ او ۱۸ کلونو ترمنځ زدهکوونکي په ټولګي کې او بهر ماسکونه اغوندي.
خو په روسیه کې به ۱۷ میلیونه زدهکوونکي پرته له دې چې د ماسک اغوستل حتمي وي ښوونځيو ته ځي، خو نور صحي تدابیر ورته نیول شوي دي.
په انګلستان او وېلز کې تر شپږ میاشتو وروسته ښوونځي پرانیستل شول.
یو میلیون محصلان به په راتلونکې میاشت کې پوهنتونونو ته ستانه شي، خو چارواکو ویلي چې یو بل صحي بحران رامنځته کېدلائ شي.
په امریکا کې پوهنتونونو ته د محصلانو تر تګ وروسته د کرونا ویروس مثبتې پېښې بېرته زیاتې شوې، له دې کبله پرېکړه شوې چې محصلان به انلاین زدهکړې کوي.