د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۳۱

بهامین رحیمي له ۳ مډالونو سره بېرته کابل ته راستون شو


آرشیف

د پاور لفټېنګ افغان لوبغاړی بهامین رحیمي له ۳ مډالونو سره هېواد ته راستون شو.

د المپیک د ملي کمېټې ویاند مجیب قاری ‌زاده نن ازادي راډيو ته وویل چې په روسیه کې مېشت افغان لوبغاړی بهامین رحیمي په پاور لفټېنګ یا وزن پورته کولو اروپایي سیالیو کې د سرو زرو درې مډالونه وګټل.

نوموړي ته درېیم مډال د مخکښ لوبغاړي په توګه ورکړل شو.

په دغو لوبو کې نوموړي ته د غوره وزن پورته کوونکي لقب هم ورکړل شو.

یادې لوبې چې په روسیه کې وشوې له ۱۴ هېوادونو نږدې ۷۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

افغان لوبغاړی بهامین رحیمي په ۷۵ کیلوګرام وزن کې خپلو بلاروسي، آذربایجاني او روسیې سیالانو سره ماته ورکړه او درې د سرو زرو مډالونه په خپل نوم ثبت کړل.

یاد لوبغاړی د افغانستان د المپیک کمېټې له لوري هم وستایل شو.

XS
SM
MD
LG