د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۶ میلیونو واوښت


ارشیف
ارشیف

په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له شپږ میلیونو واوښت.

د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور له مخې، تر اوسه 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ امریکا کې څه باندې ۱۸۳ زره کسان مړه کړي دي.

تازه پېښې د هغو محصلانو په منځ کې ثبت شوي چې د مني سمستر د پیل لپاره پوهنتونونو ته روان دي.

که څه هم امریکا کې اکثره ښوونځي او نور تحصیلي بنسټونه له انلاین لارې خپلې زده‌کړې مخته وړي، خو ځیني محصلان بیا هم مجبور شوي چې پوهنتونونو کې فزیکي حضور ولري.

که څه هم په ټوله کې امریکا کې د کرونا د پېښو په ورځني شمېر او له دې سره په ټوله نړۍ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر له ۲۵ میلیونه او دوه ۲۰۰ زرو اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG