د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

فېر ابزرور: ایا افغانان تلپاتې سولې ته کار کولای شي؟


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې د افغانستان د پخلاینې عالي شورا د بشپړېدو په اړه یو مطلب لیکلی او په‌کې راغلي، د دغې شورا غړي له طالبانو سره خبرو کې د دولت له ادرسه بشپړ واک لري او وروستۍ خبره به د همدوی وي.

په مطلب کې راغلي، دغه کسان به نږدې راتلونکي کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره دوحې ته ولاړ شي، خو خپرونې د دغه سفر کره نېټه نه‌ده یاده کړې.

لیکوال ویلي، د پخلاینې عالي شورا په جوړښت کې نهه مېرمنې شته او یو شمېر هغه څېرې هم په‌کې دي چې د شوروي د سرو لښکرو په وړاندې جنګېدلي او د کورنۍ جګړې پر مهال د افغانانو په وژنه کې هم لاس لري.

لیکوال ویلي، د پخلاینې عالي شورا دغه ۴۶ کسیز پلاوی د شمېر له پلوه د طالبانو له ۲۰ کسیز ټیم سره سم نه‌جوړېږي.

مطلب کې د طالبانو پلاوی تر ډېره یوه خوله خلک بلل شوي او لیکوال وایي، طالبان یوازې یوې مرجع ته ځواب ویونکي دي چې هغه‌یې مشر ملا هبت‌الله دی.

فېر ابزرور

فېر ابزرور انټرنټي خپرونې بیا خپلې یوې مقالې ته دا سرلیک ورکړی، "ایا افغانان تلپاتې سولې ته کار کولای شي؟"

د مقالې په دوام راغلي، د دوحې تړون په دوام ممکن بله هوکړه د افغانستان د څلورو لسیزو تاوتریخوالي ته پای ورکړي، خو په دې شرط چې ځیني مسایل پام کې ونیول شي.

لیکوال ویلي، افغانستان تر ټولو مخکې یوې محلي او ملي اجماع ته اړتیا لري، ځکه چې اوس دلته یووالی نه‌شته.

د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او له فساد سره جدي مبارزه په مقاله کې د سولې د ټینګښت لپاره نورې سپارښتنې یادې شوي دي.

د مقالې په دوام کې د ایران او پاکستان رول ته اشاره شوې او ویل شوي، دغه دواړه هېوادونه چې اوس تورن دي د افغانستان د مخالفانو ملاتړ کوي، باید د افغانستان دولت ته ډاډ ورکړي چې نور دغو ډلو ته پټنځایونه نه ورکوي.

لیکوال سپارښتنه کړې چې افغان دولت باید خپلو دې ګاونډیانو ته دا ډاډ هم ورکړي چې افغانستان کې به‌یې مشروع ګټې له خطر سره نه‌مخامخ کېږي.

مقاله کې ویل شوي چې همدې مسایلو ته په پام سوله ټینګېدای شي، خو هغه مهال چې د سولې له تړون وروسته هم نړیواله ټولنه د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG