د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ تړل شوې لار؛ ۱۸ ملکیان له لوږې او ناروغۍ مړه شوي


ارشیف، ارزګان
ارشیف، ارزګان

په چنارتو ولسوالۍ کې خلک او چارواکي وايي د وسله‌والو طالبانو له لوري د لارې د تړل کېدو له امله په دغې ولسوالۍ کې ۱۸ ملکیان د لوږې او ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

دوی وايي، په یادې ولسوالۍ کې اوس ټول خوراکي توکي خلاص شوي او ان خلک د وښو خوړولو ته اړ شوي دي.

درې میاشتې کېږي چې وسله‌والو طالبانو د ارزګان د مرکز ترینکوټ او چنارتو ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لار د خلکو پر مخ تړلې او یادې ولسوالۍ ته هېڅ ډول خوراکي او غیر خوراکي توکي نه‌پرېږدي.

د چنارتو ولسوالۍ خلک وايي، وسله‌والو طالبانو ورباندې ځکه لاره تړلې چې د دوی په وینا د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې ولې ژوند کوي.

دوی وايي، وسله‌والو طالبانو ورته ګواښ کړی چې تر هغو به لار خلاص نه‌کړي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته نه‌وي ورکډه شوي.

د چنارتو ولسوال فیض محمد حنیفي هم په ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو د نشتوالي له امله د نارینه‌وو او ښځو مړه کېدل تأییدوي، خو وايي کره شمېر په لاس کې نه‌لري.

ولسوال وايي، وسله‌وال طالبان تل ملکي خلک د سپر په توګه کاروي او په دې سره غواړي چې افغان سرتېري تر خپل تأثیر لاندې راولي او ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

نوموړی وايي، که مرکزي اداره د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکو ژوند ته پام ونه‌کړي نو وېره شته چې انساني ناورین رامنځته شي.

وسله‌وال طالبان د دغې لارې تړل کېدل تأییدوي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي ازادي راډيو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې یاد لاره‌يې د ځينو مسایلو له امله تړلې او د تل لپاره به تړلې وي، خو نوموړي يې لاملونه یاد نه‌کړل.

د بشر حقونو څار ډله د وسله‌والو طالبانو دا کار د جګړې د قوانینو او د بشر حقونو خلاف بولي.

د بشپړ راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:20 0:00

XS
SM
MD
LG